اقتصاد

شپيته مليونه ډالره ليلاميږي

کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
مرکزي بانک شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري.
مرکزي بانک باخترآژانس ته  دخبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي :
دافغانستان بانک د روان کال د زمري دمياشتې په  ١٢ او ١٥ د شنبې او سه شنبې  د ورځو په داوطلبيوکې شپيته مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابر هغوصرافانو اوتجارتي بانکونه چې يومليونوپنځه سوه زره افغانۍ يې پخوا دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازار دعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ کولاى شي په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام  ګټوونکي  مکلفيت لري چې خپل حسابونه  په دوو ورځو (١+T) کې تصفيه کړي.
ټول برخه وال کولاى شي چې د داوطلبي فورمې د ليلام د ورځو دسهار په نهو بجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه او په نهه نيموبجو يې بيرته اړوندو موطفينو ته وسپاري.
هغه صرافان  چې تراوسه پورې يې يومليونوپنځه سوه زره افغانۍ تضمين په ډالري ليلامونوکې دګډون په مقصد نه دي تحويل کړې کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکي دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
ديادونې وړ بلل کيږي چې د معاملوقسمي تسويه مجازنه دى، د ليلام ګټوونکي  دخپل ذمت پيسې يوځل په نغدي او ياد حوالې په ډول په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته