امنیت

اووه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
امنيتي ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو فعاليتونو په بهيرکې ٤٧ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د ننګرهار، لغمان، بدخشان، قندهار، زابل، ميدان وردګو، لوګر او د غزني د ولايتونو په مربوطاتوکې جلاجلا چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٤٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ١٢ تنه ټپيان او ٢ تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د قندهار، پکتيا او د فراه د ولايتونوپه مربوطاتو کې نولس ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته