ټولنه

په خوست کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړیږي

کابل/ باختر/ د سلواغې دمیاشتې ۹مه
د ۶ میلیونو ۸۰۰ زروافغانیو په لګښت په خوست ولایت کې د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت دولسي تړون د ملي پروګرام له خوا جوړیږي.
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام د عامه اطلاعاتو ادارې باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه لومړنی ښوونځی د خوست ولایت په حاجي میدان ولسوالۍ کې جوړیږي چې ۱۰ درسي خونې، د اداري دفترونو لپاره خونې، د څښاک د اوبو څاګانې او نور ضروري ملحقات په کې په پام کې نیول شوي دي.
د اړوندو انجنیرانو د څرګندونوله مخې، د دغه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار به په څلورو میاشتو کې بشپړ شي. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته