سیاست

ليلما احمدي: د سولې مشورتي جرګه کولاى شي د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي خلک: د سولې مشورتي جرګه به د خلکو د ارادې تمثيلوونکې وي

کابل/ باختر/ دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه :
د هېواد يوشمېر خلکو په افغانستان کې د سولې په اړوند د سولې دمشورتي جرګې جوړول د خلکو ترمنځ د بشپړې اجماع لپاره مهم بولي.
د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون ماښام  دسولې دمشورتي لومړنۍ ملي غونډې په پاى ته رسيدونکې غونډه کې د سولې د مشورتې ملي جرګې د جوړولو خبر ورکړ .
دهېواد جمهوررئيس په دې غونډه کې وويل: دغه هېواد د جرګو او سلامشورو هېواد دى او موږ په سلامشورې سره پرمخ ځو چې د سولې په اړوند مشورتي ملي اجماع ته ورسيږو.
دکابل ښار اوسيدونکی رحمت الله کمال په دې نظر دى: تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړوند کلي اجماع رامنځته نه شي، د سولې په باب هيڅ يوه غونډه نتيجه نه ورکوي.
ده د سولې مشورتي جرګې جوړولو ته په اشارې سره چې ټاکل شوې ده ترسره شي، وويل: دغه جرګه کولاى شي په هېواد کې د سولې په اړوند د بشپړې موافقې زيرى ورکړي.
په همدې ترتيب د ملي شورا د مشرانوجرګې غړې ليلما احمدي دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان خلک د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي .
د دې دڅرګندونو له مخې: دسولې مشورتي جرګه کولاى شي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره کړي، خو ټينګار يې وکړ: په هغه صورت کې چې د حکومت د مخالفينو او اپوزيسيون په ګډون دخلکو ټولې غوښتنې په پام کې ونه نيول شي، دغه جرګه به مطلوبه نتيجه ورنکړي.
په همدې حال کې په هېواد کې د سياسي مسئلو کارپوه احمد شاهين په اساسي قانون کې د جرګو غړو ته په پاملرنې سره چې ويل شوي دي دغې موضوع ته دومره خوشبين نه دی، خو وايي چې په افغانستان کې د شخصيتونو او په شخړه کې د شاملو لورو ګډون په سترو ملي غونډو کې اساسي رول لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته