ټولنه

دکابل ښاروالۍ دمرستيال کارى رپوټ واوريدل شو

کابل/ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
دمشرانوجرگي دویم نایب ډاکټرمحمدآصف صدیقی دکابل ښاردکانکریټي موانعود لرې کولوپه اړه دکابل ښاروالۍ دمرستیال کاري رپوټ واورید.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
پدې کتنه کې چی دمجلس دمنشی نایب اوددارالانشا لوی رییس هم ګډون درلود،دکابل ښاروالۍ مرستیال وویل چي ددې ادارې اوکابل دامنیتی ادارې هغه ګډکارې کمیسیون چی دملی امنیت شورا له لوري په کابل ښارکي دموانعودلیرې کولودنده ورسپارل شوې وه،چي تر اوسه یوزیات شمیرکانکریټي دیوالونه  لرې کړي او په دي هکله  یو شمیردولتی مقاماتوهم دخپلوکورونو دموانعو په لرې کولو کې له کمیسیون سره  همکارۍ کړي او هم داکار دکابل ښاریانو له پراخ ملاتړڅخه برخمن دی،نوموړي زیاته کړه په کابل کې شته ګواښونوته په کتوبه دملي شورا،ډيپلوماتیکوساحو او دولتي ادارو په اړه  یومفصل رپوټ داعلی سرقوماندانۍ غونډي ته وړاندې شو چی یادې غونډې امنیتی اداروته سپارښتنه کړې چې پدې اړه دې یوه واضحه طرحه جوړه کړى شي چې دهغې په رڼاکې دموانعو دلرې کولو لړۍ دوام ومومي ترڅوله یوې خوا په کابل ښارکې شته ستونزې کمې اوله بلې خوا مهمې سیمې له امنیتی ګواښ څخه په امن کې پاته شي.
ورپسې ډاکټرمحمدآصف صدیقی دخپلوخبروپه ترڅ کې څرګنده کړه چې دمشرانوجرګې عمومی غونډې دحکومت ددې اقدام پراخ هرکلی اوملاتړکړی دی اوهم یې دمؤظف کمیسیون کړنې ستایلي خوهيله ده چی دحکومت مشرتابه دې دموجودو امنیتی ستونزوسره په کتودملي شورا،ددې شورا الحاقیې او مهمودولتې ودانیوپه اړه خاصه پاملرنه وکړي ترڅودملت استازي وکولای شي خپلې ورځنۍ چارې په ډاډ سره ترسره کړي.
دیوبل خبرله مخې دمشرانوجرګې دویم نایب دکابل ښاردلومړې ناحیې اړوند د رکاخانې سیمې د واټونو دنه کانکریټ کیدو په اړه دیادې سمیې دیوشیمراوسیدونکوشکایت هم دکابل ښاروالۍ له مرستیال سره شریک کړچی دنوموړي لخوا ژمنه وشوه چې په راتلونکوورځوکې به دیادې سیمی دواټونو دپخولوعملي کارپیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته