امنیت

دپوليسو په پوستې دطا لبانو بريد دهغوى دتيښتې سبب شو

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په لغمان ولايت کې پرون دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ  نښته کې پنځلس تنه وسله وال طالبان چې درې تنه يې ځانمرګي يرغلګر  و ، ووژل شول.
دغه راز په دې نښته کې اته تنه وسله وال طالبان سخت ټپيان شول چې په ټپيانوکې قوماندان زلمى هم شامل دى.
  دلغمان دوالي ويندوى سرحدى ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه دالينګار   ولسوالۍ دکندي او قلعه ټک په سيمه کې هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو دملي اردو اوملي پوليسو په پوستو  ډله ئيز بريدونه وکړل چې جګړه ونښته .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې،  په دې نښته کې شپږ تنه پوليسان او دملي  اردو يو افسر هم شهيدان شول او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول چې دطالبانو په تيښتې سره جګړه هم پاى ته ورسيده .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته