اقتصاد

په پروان کې د کرنې له لسګونو پروژو څخه ګټه اخستنه

کابل باختردلړم  اتمه :
  په پروان ولايت کې د کرکيلې په لسګونو پروژې ګټې اخستنې په وړاندې شوې.
په پروان ولايت کې د کرکيلې په لسګونو پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
دغه پروژې د کرنې او او بو لګولو وزارت له خوا د سلګونو مليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې عملي شوې دي  چې ډيره مهمه پروژه يې په پروان کې د کرنيزو تحقيقاتو د لومړني مرکز جوړول دي.
دغه مرکز د درې مليونو ډالرو په لګښت په چاريکارو ښارکې د لس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى .
د کرنې او اوبو لګولو وزير اسدالله ضميرچې د دغو پروژو د پرانستلو لپاره پروان ته تللى و؛ وويل چې له دغه مرکزڅخه ګټه اخستنه د بنوالۍ، کرکيلې او مالدارۍ د چارو د سمون او له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستې ترڅنګ د پروان ولايت او د هغه د ګاونډيو ولايتونو د پوهنتونونو محصلانو ته يو ښه علمي مرکز دى چې عملي تجربو د ترلاسه کولو لپاره ورڅخه ګټه واخلي .
د دغه تحقيقاتي مرکز په تاسيساتوکې اداري او تدريسي ودانۍ د خاورې پيژندنې، ناروغيو، آفتونو، د مصنوعي  القاح د برخې او د مالدارۍ او د بوټو څيړنيز لابراتوارونه په پام کې نيول شوي دي.
د کرنې او اوبو لګولو وزير وويل چې باور لري دغه مرکز به په پروان کې د کرکيلې، بڼوالۍ او د مالدارۍ د ودې سبب شي او نوي کدرونه د کرکيلې او مالدارۍ په نويو معيارونو سره ټولنې ته وړاندې کړي.
کروندګرو ښځو ته په کورونوکې د سلګونوکوچنيو بڼونو جوړول، د اوبو لګولو د ١٣ کانالونو جوړول، د چنارو د ٣٠ بڼونو جوړول، د نيالګيو د توليد د فارمونو جوړول، د مميزو د ٨٤ خونوجوړول او د کابو زرو نويو بڼونو جوړول او د شنو بوټو د ساتنې د خونو جوړول او له هغو پروژو څخه دي چې د کرنې او اوبو لګولو د وزير په خبره په پروان کې پرانستل شوي او يا ټاکل شوې ده په نږدې  راتلوونکې کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
اسد الله صمير وايي چې د کروند ګرو او مالدارانو په مرسته به په راتلوونکې کې افغانستان په خپلو پښو ودريږي او بيا به خپل ځان د نړۍ په بازارونوکې د صادرونکي هېواد په توګه ترلاسه کړي.
د پروان والي محمد عاصم عاصم د کرنې او اوبو لګولو له وزيرڅخه وغوښتل چې له پخوا زيات د دغه ولايت دکروندګرو ، بڼوالو او مالدارانو دستونزو دلرې کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي.
طبيعي، نباتي  او حيواني آفتونو ته پاملرنه، د بزګرۍ او بڼوالۍ لپاره د اوبو سم مديريت، د کرنې د اصلاح شويو تخمونو او د بزګرۍ  او بڼوالۍ د وسايلو برابرول او د پروان د کرنيزو بڼوالۍ او مالدارۍ د محصولاتو د پلورنې لپاره دمناسبو بازارونو پيداکول مهمې ستونزې بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته