کابل باختر د زمري اوومه :
په سرپل کې په درې څلويښتو داخلي بې ځايه شويوکورنيو نغدې پيسې او خوراکي توکي وويشل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه پيسې او توکي په هغو درې څلويښتو کورنيو چې دناامنيو له امله د سرپل ولايت دکوهستاناتو ، صياد ، سوزمه قلعه او دسانچارک له ولسواليو څخه ددغه ولايت مرکز ته بې ځايه شوي دي دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له خوا دماشوم دملاتړ ددفتر په همکارۍ وويشل شول .
دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس عبدالاحد اقبال وويل چې په هرې کورنۍ څلور بورۍ اوړه ، درې بوشکې غوړي ، څلور کيلو دال نخود ، يوه کيلومالګه او څوارلس زره افغانۍ نغدې پيسې وويشلې شوې .
ده زياته کړه چې له هرې کورنۍ سره دماشوم ددفتر له خوا دروغتيايي تجهيزاتو او دپخلنځي دلوښو مرسته هم وشوه .
1 1 دقیقه لوستل