امنیت

د تورخم په بندرکې د ملي امنيت د پوځيانو په قرارګاه دځانمرګي بريد له امله دملي امنيت دوه تنه مامورين ټپيان شول

کابل باختر دليندي څليرويشتمه دملي امنيت دوه تنه مامورين په تورخم کې د دوى په قرارګاه د ځانمرګي بريد له امله ټپيان شول . دغه پيښه نن سهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت وشوه چې يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکوبار خپل موټر په دغه بندرکې دملي امنيت دمامورينو دقرارګاه د دروازې په وړاندې وچاوه . په تورخم بندرکې دسرحدي پوليسو دلومړى زون درستيزوال جنرال محمد ايوب حسين خيل باخترآژانس ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې دملي امنيت دوه تنه مامورين ټپيان شوي دي . ځينو رسنيو د تورخم بندر په تاسيساتو د يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو د بريد خبر ورکړى دى، خو جنرال حسين خيل دغه خبرونه ردوي. په تورخم بندرکې دملي امنيت قرارګاه دڅو خنډونو ترمنځ موقعيت لري. دغه راز د دغې قرارګاه شاوخوا سيمه امنيتي مامورينو کلابنده کړې ده . دتورخم بندرامنيتي مقامات وسله وال طالبان ددغه بريدمسوول بولي او وايي چې ددغه ځانمرګى بريد دڅرنګوالى او دهغه دعاملينو دپيژندلو په اړوند څيړنې پيل شوې دي. په همدې حال کې په يو روغتيايي مرکزکې ډاکترانو په دې پيښه کې د ملي امنيت د ټپي مامورينو روغتيايي حالت خراب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته