کابل / دثور١١مه /باختر :
درې وسله وال طالبان تيره شپه دفارياب په خان چهارباغ کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
دفارياب ولايت دخان چهارباغ ولسوال ميرمن درتاج باختراژانس ته وويل چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دخان چهارباغ ولسوالۍ د حدبخشي په سيمه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ . چې دپوځيانو دمقاومت په پايله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول .
درتاج زياته کړه چې ددغې جګړې په بهير کې يو پوليس شهيد شوى اودوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
دغه راز ددښمن يوشمېر جنګي وسايل او درې موټرسايکلونه دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې، دفارياب ددريو ولسواليو او دميمنې ښار دبرېښنا بهير له پرون څخه شليدلې دي .
ويل کېږي چې ددولت اباد ، خواجه سبز پوش او د پشتون کوټ دولسواليو اودميمنې ښار برېښنا دطالبانو اوپوځيانو ترمنځ دجګړې له امله شليدلې دي .
دفارياب دبرېښنا شرکت رييس ولي محمد ورتاق وايي چې ددغې ادارې کارګران دبرېښنا دتامينولو لپاره هلې ځلې کوي .
ختم _ ج _ اکرم