امنیت

دداعش اته تنه غړي له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .

کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دداعش دډلې اته تنه غړي تيره شپه په ننګرهار ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه په اچين ولسوالۍ په هغه ځاى کې ونښته چې په دې وروستيو وختو کې دداعش دډلې دشتون اوفعاليت ډګر دى .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوجګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دداعش اته تنه غړي ووژل شول .
ده وويل: جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو په اچين ولسوالۍ کې دداعش دډلې په يوه پټنځي  ډزې  وکړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم
ددوو تنو پاکستانيانو په ګدون شپږ تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې ووژل شول .
١٧-کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو پاکستاني طالبانو په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ  نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته  کې ووژل شول
دغه جګړه نن  سهار د ډيورنډ  کرښې  ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه  وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د ډيورنډ له کرښې  څخه په رااوښتو سره غوښتل چې نورستان ته راشي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوجګپوړي  قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ددوو تنو پاکستانيانو په ګدون  د وسله والو طالبانو دډلې شپږ تنه غړي وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو دډيورنډ له کرښې څخه درااوښتو په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته