امنیت

په تخار کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.

کابل باختر دغويي دمياشتې ٤ :
تخار  نن دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ دنويو نښتو ډګر  دى.
دغه جګړې د درقد اوخواجه بهاوالدين دولسواليو ترمنځ ساحه کې په يوې امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښتې او تراوسه پورې  دوام لري.
دتخارولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل  چې تراوسه پورې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.
خبرځاى  زياته کړه چې کومکي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي  او له څلورو  خواوو څخه يرغلګريې کلابند کړي دي.
ددغې پيښې  جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته