امنیت

په بادغیس کې د هاوان د ماین په لګېدو کې نهه ملکي کسان ټپیان شول

٩- قلعه نو / دسلواغې ۸ / باختر
د بادغیس په مرکز قلعه نو کې پرون د هاوان د ماین په لګېدو کې نهه ملکي وګړي ټپیان شول .
د بادغیس دعامې روغتیا رییس ،عبداللطیف روستایي رسنیو ته وویل چې د دغه ولایت پر مرکز د هاوان د څو ماینونو په لګېدو د یو ماشوم په ګډون ٩ ملکي وګړي ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې ټپیان د بادغیس ولایتي روغتون ته ولېږدول شول .
او ۵ تنه نور یې چې برسېرن ټپیان شوي وله روغتیايي درملنې وروسته رخصت شول. پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته