امنیت

٤ تنه وسله وال طالبان په پلخمري کې ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې  دريمه :
دپلخمري ښار  په خلازايي ، بابه نظر  او بالا درې   په ساحو کې د ٢٢ البرز پوځي عملياتو په ډيرو نويو پراختيا کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو ددفتر آمر  ذبيح الله شجاع دباختراژانس خبريال ته وويل :: د ٢٢ البرز  عمليات چې  له څه مودې راپديخوا  دپلخمري ښار دډنډ شهاب الدين ،  خلازايي ، بابه نظر اوبالا درې  په ساحو کې  ترسره شوي دي دښمن ځالو ته ځپنده ګوزارونه اړول شوي دي او په نويو پرمختياکې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
  ده وويل چې دوژل شويو او ټپيانو  په منځ کې بهرني ځواکونه هم شامل دي .
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې تراوسه پورې  ٩ تنه وسله وال  وژل شوي او ١٨ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته