کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٨ :
د ملي دفاع وزارت د هېوادپه بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې د٤٤ تنو ډار اچوونکو د وژل کيدو خبر ورکړ .
په تېرو ٢٤ ساعتوکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ګډ يرغليز اوتعرضي عمليات ترسره کړل چې له امله يې د طالبانو د دريو تنو سيمه ييزو قوماندانانو او د څلورو تنو داعشيانو په ګډون ٤٤ تنه ووژل شول، ٢١٨ تنه نور ټپيان او يو تن دتروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور نيول شوى دى.
دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست ، لوګر ، غزني ، قندهار، روزګان، بادغيس، هرات، کندز، فارياب، بغلان ، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې تر سره شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل