فرهنګ

پوليس په بلجيم کې د يوبل مشکوک په لټه کې

بروکسل – بى بى سي – باختر د وري دمياشتې ٤
د بلحيم د پايتخت بروکسل په هوايي ډګر او متروکې له پرونيو بمي بريدونو وروسته چې له امله يې ٣٤ تنه ووژل شول، د دغه هېواد پوليسو د دغو بريدونو د يو مشکوک د (تر څارنې لاندې نيولو) خبرتيا صادره کړې ده .
پوليس اټکل کوي چې دغه مشکوک د بروکسل د زاونتم د هوايي ډګر په دوه ګونوچاودونوکې لاس لري.
دغه مشکوک د هوايي ډګر په ويډيويي تصويرونوکې د دووتنو نورو مشکوکو کسانو ترڅنګ د يو کس د ليږدونې په حال کې ليدل کيږي .
تصورکيږي چې دوه تنه نور مشکوک کسان په ځانمرګو چاودنوکې وژل شوي دي .
د داعش ډلې د دغو بريدونو مسووليت په غاړه اخستى دى.
دغې ډلې په يوه انټرنټي پيغام کې وويل: د بريدونو ځايونه په دقت سره ټاکل شوي و او خبردارى يې ورکړ چې د داعش مخالف صليبي هېوادونه بايد سختو بريدونه ته سترګې پرلاره واوسي.
بلجيمي څارنوال فردريک وان ليو وويل: پوليس د هغه سړي په لټه کې دي چې له چاودنو څخه څو دقيقې مخکې په هوايي ډګرکې په ويډيويي تصويرونو له خولې او روښانه جاکټ سره ليدل کيږي.
ده وويل: د هېواد په څو سيموکې پلټنې دوام لري او زياته يې کړه چې د ميخونو، کيمياوي توکو او د داعش د يوه بيرغ په ګډون د چاودنې يوه وسيله د بروکسل ښار د شاربيک ناحيې په يوه اپارتمان کې ترلاسه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته