سیاست

جمهوررئیس غني: افغان هندوان او سکان د هېواد د ویاړلي تاریخ برخه ده

کابل باختر دليندۍ  ٢٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د افغان هندوانو او سکانو له یو شمېر استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې سندپال سنګ او چرَن سنګ خوستي د نورو افغان هندوانو او سکانو په استازیتوب خبرې وکړې او له ولایتونو څخه یې کابل ته د هندوانو او سکانو د قضایاو د لېږد، په کابل کې د درمسال شاوخوا ځمکو د غصب د مخنیوي، د هندوسوزان د ستونزې د حل، په ننګرهار ولایت کې د استوګنې د ۱۶۰ او په لته بند سیمه کې د ۳۶۰ نمرو د تسلیمولو چې هندوانو او سکانو ته په پام کې نیول شوي، هغو هندوانو او سکانو ته چې د دویم هېواد تابعیت یې ترلاسه کړی د افغانستان د ویزو د وېش ستونزې د حل او د یوه سناتور او سلاکار وزیر د انتصابولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندېزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس محمداشرف غني د افغان هندوانو او سکانو حضور د افغانستان د ویاړلي تاریخ برخه وبلله او وې ویل، هندوان او سکان له کلونو راهیسې په دې خاوره کې مېشت دي او په بېلابېلو وختونو کې یې فعال اقتصادي رول لرلی دی.
جمهوررئیس غني د هندوانو او سکانو قضایاو ته نه رسېدنه د زغم وړ ونه بلله او لارښوونه یې وکړه د هندوانو او سکانو ټولې حقوقي او د ځمکو د غصب قضیې دې له ولایتونو څخه کابل ته راولېږدول شي او د لوی څارنوال او د هېواد د قاضی القضات په مشوره دې یادو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو ځانګړی ادرس ایجاد شي.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د مخکېني جمهوررئیس د فرمان له مخې دې په ننګرهار ولایت کې هندوانو او سکانو ته د استوګنې ۱۶۰ نمرو موضوع تعقیب او د دوی د ځمکو له غصبولو څخه دې مخنیوی وشي.
جمهوررئیس غني د هندوسوزان ستونزې ته په اشارې وویل، تاسې پر یوې دستګاه هوکړې ته ورسېږئ، حکومت چمتو دی مالي لګښت یې ورکړي، دغه راز به د هندوانو او سکانو لپاره د یوه مشاوریت پر ایجاد هم غور وشي.# پاى-سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته