کابل باختر د ثور ٢٥:
د تخار ولايت سل تنه نجونې نن د انګليسي او کمپيوټر د زده کړې له يوه مرکز څخه فارغې شوې .
د تخار دښځو دچارو رييسې رزم اراحواش باختر آژانس ته وويل چې دغه پروګرام د اتو مياشتو لپاره د ښځو چارو د رياست په همکارۍ د اى خانم بنسټ له خوا ترسره شو چې پکې دانګليسي او کمپيوټر په برخوکې محصلانو او زده کوونکو زده کړې وکړې.
حواش زياته کړه چې ددغه شان کورسونو جوړول د ښځو او نجونو د ظرفيتونو په لوړولوکې مثبته اغيزه لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ