امنیت

اته پوليسان په بدخشان کې شهيدان شول

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
اته پوليسان تېره شپه په بدخشان کې شهيدان شول.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د دغه ولايت د زيباک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ چې په پايله کې اته پوليسان شهيدان شول.
هغه وويل په دې پېښه کې يو بل پوليس ټپي شو او هم د هغوى پوسته او جنګي تجهيزات د وسله والو طالبانو لاسته ورغلل.
خبرځاى زياته کړه: په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دی، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته