ټولنه

په نږدې راتلوونکې کې دفراه ولايت دکرنې په وده کې بيلابيلې پروژې پيليږي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دهيواد دکرنې او اوبو لګولو وزارت مقاماتو اعلام وکړ چې دکرنې په څانګه کې ديوې همکارې موسسې په همکارۍ په فراه ولايت کې دبڼوالۍ او کرکيلې لپاره زياتې اسانتياوې ترلاس لاندې نيولې شوې دي .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت معين عبدالقدير جواد، دکرنې او اوبو لګولو دوزير سلاکار غلام حضرت او د کرنې په برخه کې دهمکارې موسسې رييس د فراه ولايت ته دسفر په بهير کې ددغه ولايت له مقاماتو سره وکتل او په بيلابيلو موضوعګانو په تيره بيا دکرکيلې دستونزو او وړانديزونو په باب خبرې وکړې.
په همدې حال کې دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې له اتو کلونو وروسته دا دفراه ولايت ته دکرنې او اوبولګولو وزرات د يوه جګپوړي هيئت لومړى سفر دى .
محمد ناصر مهري وويل : په دې کتنه کې دفراه والي محمد آصف ننګ ددغه وزارت له هيئت څخه په قدردانۍ سره وويل چې په دې ولايت کې بزګران او بڼوالان له زياتو ستونزو سره مخامخ دي .
په دې کتنه کې ښاغلي ننګ دکرنې او اوبو لګولو وزارت معين ته دکرنې دپرمختيايي بانک دجوړولو وړانديز کړى دى.
دغه راز دواړو لورو په رقابتي محصولاتو دملاتړيزو تعرفو د وضع کولو ، دخصوصي سکتور په سترو پروژو دځمکې دويش او بيلابيلو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
ويل کيږي چې دکورنيو داقتصادي بنسټ دپياوړتيا په موخه په ځانګړي توګه ميرمنو ته دشاتو دمچيو او دچرګانو د روزنې په رواجولو کې دهمکارۍ په باب هم خبرې شوې دي.
دکرنې او اوبولګولو وزارت معين عبدالقدير جواد او ملګري هيئت يې ژمنه وکړه چې دکرکيلې دودې او پراختيا او په دغه ولايت کې دکروندګرو د ستونزو دحل کولو او دوړانديزونو دعملي کولو لپاره په ټولو امکاناتو سره هلې ځلې کوي.
ده دغه راز وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه وزارت په دغه ولايت کې له کروندګرو او بڼوالو سره د دايمي همکاريو په لاره کې بيلابيلې پروژې عملي کوي.
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان زياتره اوسيدونکي په کرکيلې بوخت دي او دخپل ژوندانه لګښتونه له همدې لارې برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته