خبرونهاقتصادټولنهTOP

د افغانستان برېښنا شرکت رئیس: هېوادوالو لپاره د منظمې برېښنا برابرولو ته ژمن یو

 کابل، د غويي ۵مه، باختر

د غور والي ملا احمد شاه دین دوست، د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه سره په کتنه کې؛ د یاد ولایت د برېښنا په برخه کې شته ستونزې او وړاندېزونه له هغه سره شریکې کړې دي.

باختر آژانس ته د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د برېښنا شرکت عمومي رئیس، د برېښنا په برخه کې د شته ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته، ویلي چې برېښنا شرکت په ټولو ولایتونو کې هېوادوالو لپاره د منظمې برېښنا برابرولو ته ژمن دی.

هغه دغه راز د ستونزو حل او د خدمت رسونې بهیر د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته