امنیت

دقندهار ولايت امنيتي حالت وڅيړل شو

کابلباختردميزان ٧
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د جمهوري رياست د انتخاباتو دترسره کولو په  درشل کې دکندهار ولايت دامنيتي حالت د څيړنې په مقصد دغه ولايت ته لاړ
دکورنيو چارو وزارت مطبو عاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
دکورنيوچارووزارت ستر امنيتي معين لوي پاسوال محمدايوب سالنګي قندهار ولايت ته دسفر په بهير کې له سيمه ييزو مسوولينو اودپوليسو له چارواکو سره يې وکتل  اود دغه ولايت دسرحدي  زون دعامه نظم ، امنيه قوماندانۍ او دپوځي همغږۍ مرکز يې و کوت اودانتخاباتو دترسره کولو په درشل کې ددوي امنيتي پروګرامونه  وڅيړل اود قند هار ولايت په اداري واحدونو کې دامنيتي ګواښونو دکچې په تفکيک سره يې د چارو دښه والي اوستونزو د لرې کولو په خاطر لازمې لارښوونې و کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته