ښرنه باختر د سلواغې ۲۲ مه
د پکتيکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په جرګنې سیمه کې د ملي امنيت په غلچکي برید کې د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ووژل شو.
د پکیتکا د ملي امنیت ریاست یوې باوري سرچینې د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې، په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د حیات الله په نامه د وسله والو طالبانو یو سرګروپ ووژل شو او دوه تنه نور ملګري يې ټپيان شول.
سرچینه زیاتوي چې له وژل شوي سرګروپ څخه يو موټر سایکل،یوه کلاشینکوف،څلور شاجورونه او يو شمېر نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ