لښکرګاه باختر د غويي د مياشتې ۳۰ مه
د هلمند چارواکو په ناڅاپي توګه د دغه ولايت له پوهنې رياست او ښوونځيو څخه کتنه وکړه او د دوي ستونزې یې واوريدې.
د هلمند مستوفي اوسرپرست والي غلام محي الدين صديق وويل، دولتي ادارې د خلکو خدمت لپاره دي او هيڅ کله بايد د مراجعينو کار ونه ځنډول شي.
صديق زياته کړه چې معارف د هېواد اساسي بنسټ دی او د دغه بنسټ مستحکم والی د ښوونکو په لاس کې دی، نو پکار ده چې ښوونکي خپل مسووليت په سمه توګه سره ادا کړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ