سیاست

ګډه اعلامیه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥مه
د ازبکستان د جمهور رئیس شوکت میرضیایف او
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني
له لوري ګډه اعلامیه
۱۳۹۶ل د لېندۍ ۱۴/ ۵ ډسمبر ۲۰۱۷
تاشکند – ازبکستان
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ازبکستان د جمهور رئیس جلالتماب شوکت میرضایف په بلنه د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسمبر له ۴ نېټې څخه تر ۶ نېټې پورې ازبکستان ته رسمي سفر وکړ.
د دوستۍ او متقابل باور فضا کې د ترسره شویو مذاکراتو په لړ کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکارۍ په ګډون په عالي کچه د پام وړ بین المللي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او دواړو لورو د بحث وړ موضوعاتو په اړه د یو بل لیدلوري ورته وارزول.
د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د مخکېنیو دوه اړخیزو توافقتنامو اسنادو د تطبیق پر بهیر غور وکړ او په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي، بشردوستانه مرستو او ټولو برخو کې یې د دواړو هېوادونو همکاري ” په چټکۍ د پراختیا حال کې“ وارزولې. په دې برخه کې د دواړو هېوادونو مشرانو لاندې موارد اعلام کړل:
1. د ګډ لیدلوري مرحلې څخه د عملي اقداماتو په لور د متقابل درناوي، برابرۍ، ښه ګاونډیتوب او ګډو ګټو په اساس د لا پراخه همکاریو په لور دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو د حقوقي چوکاټ، په بېلابېلو کچو د سیاسي مشورو او د متقابل مشارکت  د ایجاد او انکشاف لپاره خپل تیاری وښود.
2. د افغانستان لوري د جلالتماب شوکت میرضیایف په مشرۍ له ګاونډیو هېوادونو سره پر متقابلو ګټو استواره د اړیکو او همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه د ازبکستان جمهوریت پالیسي وستایله. جلالتماب محمد اشرف غني د ۲۰۱۷-۲۰۲۱ کلونو لپاره د ازبکستان د پراختیا ستراتیژي چې د تطبیق په حال کې ده عالي وارزوله او هغه یې هوساینې او رفاه ته د ازبکستان د رسېدو عمده عامل وبلله. په مقابل کې د ازبکستان جمهور رئیس جلالتماب شوکت میرضیایف د څو اړخیزې دوستۍ ، ګډې سوداګرۍ او امنیت، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د ترانزیت او اقتصادي انکشاف د پیاوړتیا او پراختیا په ځانګړي ډول د افغانستان او ازبکستان تر منځ د باور او همکارۍ د ژوروالي په اړه د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د لیدلوري او کوښښونو قدرداني وکړه. جلالتماب میرضیایف زیاته کړه، د دغو ارزښتناکو کوښښونو په پایله کې د منځنۍ اسیا دولتونو او افغانستان اړیکې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو له خپلواکۍ وروسته په لوړه کچه او په متقابلو ګټو استوارې دي. 
3. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د خپلو هېوادونو د سیاسي اړیکو د پیل پنځه ویشتمه کالیزه په خوښۍ یاده کړه او په دې موده کې یې د خپلو ښو اړیکو انکشاف مثبت وباله.
4. د دې په درک سره چې په بین المللي کچه همکاري د دواړو هېوادونو د ګټو تامینونکې ده، دواړو لورو د بین المللي سازمانونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې د متقابل ملاتړ او مشارکت د پیاوړتیا په برخه کې لېوالتیا وښوده.
دواړو لورو همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان میثاق د موخو او اصولو او د ټولو منل شویو بین المللي قوانینو او نورمونو پر اساس د دوامدار انکشاف او په نړۍ کې د امنیت او ثبات  پر ارزښت چې نړیوالو او سیمه ییزو معضلو ته د رسیدګۍ په موخه د دې سازمان او د هغه د ادارو پر مهم رول دلالت کوي، ټینګار وکړ. 
5. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د شانګهای د همکاریو سازمان او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په چوکاټ کې همکارۍ د رضایت وړ وبللې.
6. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو په نړیوالو اړیکو کې د شخړو او اختلافونو پر حل د سیاسي مذاکراتو او ټولو سوله ييزو لارو د بین المللي اساسي نورمونو او اصولو په جدي رعایت سره چې د ملګرو ملتونو د سازمان په میثاق کې ځای شوي دي، ټینګار وکړ.
7. د دواړو هېوادونو جمهور رئیسان په دې باور دي چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاسرسی د منځنۍ اسیا، سیمې هېوادونو د امنیت او ثبات د تامین او پیاوړتیا لپاره مهم عنصر دی. هغوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلو تر منځ د سولې د تامین لپاره د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار وکړ. دې موخې ته د رسېدو لپاره، د دواړو هېوادونو رهبرانو د پایداره سولې او روغې جوړې د تامین لپاره د مناسبې فضا د برابرولو په موخه موثره سیمه ییزه او نړیواله همکاري یوه څرګنده اړتیا وبلله.
8. دواړو جمهورو رئیسانو د بهرنیو جنګیالیو او بین المللي تروریزم، افراطیت، د سازمان شویو جرمونو، غیر قانوني کډوالیو، نشه یي توکو د قاچاق له لوري د ودې په حال کې ګواښونو او د سیمې د امنیت پر وړاندې ټولوننګونو په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې. پر دې اساس د دواړو هېوادونو رهبرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر ارزښت، سیمه ییزه اجماع او له یادو ګواښونو او ننګونو سره د مبارزې لپاره پر بین المللي همکارۍ ټینګار وکړ.  جلالتماب شوکت میرضیایف په دې برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان لوري د کوښښونو ملاتړ او قدرداني وکړه. دواړو لورو د امنیتي ګډ کمیسیون د ایجاد په اړه د بین الحکومتي پروتوکول لاسلیک په ځانګړي ډول د ارزښت وړ وباله.
9. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ازبکستان جمهوریت تر منځ د موجوده اړیکو د پیاوړتیا په موخه پر متقابلو ګټو د ولاړو اقتصادي- سوداګریزو اړیکو پراختیاد ارزښتناکه وبلله. په دې توګه دواړو لورو د ”لارې نقشې“ له لارې چې د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې د ازبکستان جمهوریت او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د همکارۍ په موخه په کابل کې لاسلیک شوې،د دوه اړخیزه سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي او ساحې په پراختیا ټینګار وکړ. په دې برخه کې دواړو لورو په کابل او مزارشریف ښارونوکې د ازبک – افغان سوداګرۍ خونو څخه استفاده او ترمز ښار کې ”ترمز-کارګو“ بین المللي لوژستیکي مرکز فرصتونو څخه ګټه اخیستنه ارزښتناکه وبلله.
د افغانستان لوري په بېلابېلو برخو کې اقتصادي اړتیاو ته د رسیدګي په موخه د خدمتونو او اجناسو وړاندې کولوکې د ازبکستان لوري د مرستو مننه وکړه. ازبکستان لوري د افغانستان په بازارونو کې د غنمو، درملو، برقي تجهیزاتو، تعمیراتي موادو، منرالونو، عراده جاتو، امبولانس، کرنیزو ماشین الاتو، صنعتي او غذایي تولیداتو د زیاتوالي لپاره چمتووالی وښود. دواړو لورو د دوه اړخیزه سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په موخه د ټولو لازمو اقداماتو په موخه خپل چمتووالی ښودلی چې تر ۲۰۱۹ کال پورې یو میلیارد امریکایي ډالر او راتلونکو کلونو کې منظمه وده وکړي.

10.  د دواړو حکومتونو مشرانو دسوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورت او انرژۍ د ګډ کمیسیون د دویمې ناستې پایلې چې د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې جوړه شوې وه مثبت وارزولې.  هغوی همدارنګه له قید او شرط پرته په ټاکلي وخت کې په لوړه کچه د توافقنامو د تطبیق لپاره د یو موثر میکانیزم په توګه د دې کمیسیون د رول پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. سربېره پر دې هغوی د دې کمیسیون رول سوداګرۍ، ټرانزیټ، اقتصاد او اړیکو ته په لومړیتوب ورکولو سره د متقابلو ګټورو همکاریو د پراختیا لپاره د اقداماتو د همغږۍ په هکله ارزښتناک وباله.
11. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو بهرنیو بازارونو ته د لنډې او موثره لارې د ایجاد په موخه د ټرانسپورټ او ټرانزیتي دهلیز په برخه کې دوه اړخیزه همکاریو ته لومړیتوب ورکول ګټور وبلل. 
په دې برخه کې دواړو لورو د افغانستان په قلمرو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره د ترافیکي تاسیساتو د ایجاد په ګډون د اورګاډي کرښې او لویو لارو جوړولو بهیر په چټکولو موافقه وکړه. په ځانګړي ډول، دواړو لورو د چټکې دوه اړخیزې همکارۍ او د ګډو ګټو تجربو په اساس په افغانستان کې د ټرانسپورټي زیربناو د تاسیس په موخه پر لاندې پروژو موافقه وکړه:
• د مزارشریف – هرات اورګاډي کرښې جوړول چې د افغانستان د ټرانسپورټي دهلېز په چوکاټ کې طرحه شوېده؛
• د ازبکستان سیند سرخان سیمې څخه د افغانستان پلخمري ښار ته  د ۵۰۰ کیلو واټه په ظرفیت د سرخان – پلخمري برېښنا د لېږد کرښې جوړول؛
•  د کابل حلقوي سرک، قیصر – لامان سرک، سالنګ تونل او نورو بیا رغاونه.
د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو د اړوندو ارګانونو ترمنځ د ترمز-حیرتان پل د همکارۍ موافقتنامې د لاسلیک هرکلی وکړ.
12. دواړو لورو له کابل څخه تاشکند ته د مستقیمو الوتنو له پیل څخه د سیمه ییزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د یو مهم ګام په توګه هرکلی وکړ.
13. د دواړو هېوادونو تر منځ د پخوانۍ دوستۍ، ورورۍ او همکارۍ ساتلو مسوولیت په درک سره دواړو لورو په فرهنګي، تعلیمي، ساینس، هنرونو، ورزش او نورو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه خپل تعهد نوی کړ.
14. د افغانستان لوري په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د بشري منابعو د ظرفیت جوړولو لپاره د ازبکستان لوري د مرستو قدرداني وکړه.
15. دواړو لورو ډاډ وښوده چې د ازبکستان ترمز ښارکې د افغانستان اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ د کار پیل به د دواړو او ټولو هېوادونو د وګړو د حقوقي او قونسلي موضوعاتو د پړاوونو د چټک بشپړولو له لارې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا لامل شي، په ځانګړي ډول د هغو افرادو لپاره چې سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه لري.
16. د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو ډاډ وښود چې د دې سفر په جریان کې مثمربحثونه او خبرې او دوه اړخیزه لاسلیک شوي اسناد  به د برابرۍ د اصولو او ګډو ګټو په اساس د ازبکستان او افغانستان تر منځ د تاریخي اړیکو او ښه ګاونډیتوب لامل شي.
17.   د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني جلالتماب شوکت میرضیایف اود ازبکستان خلکو ته د افغانستان پلاوي د مېلمه پالنې له امله خپل د درناوي مراتب  څرګند کړل او د ازبکستان جمهور رئیس ته یې بلنه ورکړه چې په مناسب وخت کې په رسمي سفر افغانستان ته تشریف راوړي. د دې سفر د وخت په اړه به له ډيپلوماتیکې لارې توافق وشي.

محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس

شوکت میرضیایف
د ازبکستان جمهور رئیس
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته