امنیت

د خوست ولايت د سپيرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست په يوه چاودنه کې شهيد شو

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
دخوست ولايت د سپيرې  ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست د ماين د چاودنې له امله ووژل شو .
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د باختراژانس خبريال ته وويل: دخوست ولايت د سپيرې ولسوالۍ  د امنيې قوماندانۍ سرپرست دويم څارن شير احمدتېرماښام کله چې د رسمي دندو د ترسره کولو لپاره له سپيرې  ولسوالۍ څخه د خوست ښار ته راغلى و د بېرته تګ په وخت کې د دوى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ  کړى شوي ماين وخوت  او ووژل شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې پيښه کې د ده درې تنه ساتوونکي او د ښوونځي يوه زده کوونکي هم ټپيان شوي دي .
د پيښې ټپيان د خوست ولايت ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د روغتيايي کارکوونکو د پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته