ورزش

د هيواد د تکواندو فدراسيون مرستيال وستايل شو

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د المپيک د ملي کميټې د تکواندو فدراسيون مرستيال په مسکوکې د تکواندو د نړيوال فدراسيون له خوا وستايل شو.
د المپيک د ملي کميټې د تکواندو فدراسيون مرستيال عبدالصبور عمري چې په مسکوکې د نړيوالو ستورو په سياليوکې يې د حَکَم په توګه ګډون کړى و؛ د دغو سياليو په پاى کې د تکواندو د نړيوال فدراسيون له خوا د غوره حَکَم ستاينليک ورته ورکړشو.
د تکواندو د نړيوالو ستورو په سياليوکې چې د روان ميلادي کال د اګست د مياشتې له څوارلسمې نيټې څخه تر اوولسمې نيټې پورې د مسکو په کوربه توب پيل شوې وې؛ د نړۍ د ٥٠ هيوادونو د تکواندو لوبغاړو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته