روغتیا

د هرات له ولادي او نسايي روغتون سره د مرستې لپاره د ناروې تيارى

کابل باختر د ليندى  پنځمه :
د ناروې سفارت د رضايي د ولادي او نسايي روغتون د نويو زيږيدلو ماشومانو د علاج او درملني د برخې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په لاره کې د هرات له روغتيايي مسوولينو سره همکاري کوي.
  په کابل کې د ناروې سفير د دغه روغتيايي مرکز د نويو زيږيدلو ماشومانو د څانګې د کتنې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې هلې ځلې به وکړي ترڅو دغې څانګې ته  نوي امکانات برابر کړي.
همدا اوس په لسګونو تنه ماشومان له زيږون وروسته چې روغتيايي او طبي  خدمتونو ته اړتيا لري؛ په دغه مرکزکې ساتل کيږي .
د هرات ولايت روغتيايي مسوولين د ناروې هېواد له خوا د رضايي د ولادي او نسايي روغتون د چارو د ښه والي لپاره د ناروې هېواد له خوا د پرمختللوطبي وسايلو او لوازمو او د درملو برابرول ارزښتناک بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته