ټولنه

د مور ورځ په پنجشير کې ونمانځل شوه .

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
دمور ورځ نن په پنجشير ولايت کې په يوه غونډه کې ونمانځل شوه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه غونډه ددغه ولايت دښځو دچارو د ادارې له خوا جوړه شوې وه چې د ادارو رييسانو ، ځوانانو او ميرمنو پکې برخه اخيستې وه .
دپنجشير ولايت دښځو چارو رييسې وويل : مور يو ډير عزيز او د درناوي وړ موجود دى ، داسې موجود چې د ټولو انسانانو دلومړۍ مدرسې غيږ ده او دا زموږ لومړې ښوونکې ده او له دې ځايه ده چې مقام او درناوى يې په ټولو بشري منابعو او په ټولو اديانو او په تيره بيا داسلام په مبين دين کې لوړ او مسلم دى .
دغونډې په پاى کې وينا والو هم دموره دلوړ شخصيت او مقام په باب خبرې وکړې ، هغه ډير ښه دين  يې چې مورته ارزښت ورکوي داسلام مبارک دين وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته