امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول

پارون باختر د مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
نهه تنه  وسله وال طالبان په نورستان  ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
دغه نښته تېره شپه دوانت وايګل  په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو  دسرتېرو دسپرلۍ په کاروان بريدوکړ.
د هېواد په ختېځ کې دپوليسو يوه  جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې،  په دې نښته کې  د وسله والو طالبانو دډلې نهه تنه غړي ووژل شول.
ده وويل  ؛ طالبانو د سرتېرو په ګزمې  بريد وکړ چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې  او ووژل شول .
ويل کېږي په دې نښته کې سرتيرو او د کليو اوسيدونکو ته زيان نه دى  اوښتى.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته