سیاست

جمهورريیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل

کابل / باختر/ د وږي١٢مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني تېره شپه او پرون غرمه  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د پرون ورځې په کتنه کې د جمهورئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د امریکایي پلاوي د پرمختګونو په هکله معلومات ورکړل.
دغه راز خلیلزاد د طالبانو له ډلې سره د امریکا متحدو ایالتونو د تفاهم لیک سند اساسي او وروستي جزئیات له حکومت سره شریک کړل.
په دغه کتنه کې جمهورريیس غني له ډاکټر زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل چې د طالبانو استازو سره د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي د هوکړه لیک سند جزئیات د افغانستان سیاسي قشر سره هم شریک کړي.
ټاکل شوې افغان حکومت له مشورې، تدقیق او د یاد سند له  هراړخیزې مطالعې وروسته ملي ګټو او د افغانانو غوښتنو ته په پام  خپل نظریات له ډاکټر زلمي خلیلزاد سره شریک کړي.# پاى- ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته