سیاست

قطب الدين هلال او په مياشت کې د پنځوسو زرو ډالرو عايد

کابل   باختر د کب د مياشتې  ١  :
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې څرګندوي د ګلبدين حکمتيار د اسلامي ګوند مرستيال قطب الدين هلال په مياشت کې د انګلستان له هېواد څخه خو د سولې د عالي شورا له لارې ٥٠ زره ډالره ترلاسه کوي.
دغه پيسې د بريتانيا د مرستو له برخې څخه د معاش او د دسترخوان د خرڅ په نامه قطب الدين هلال ته ورکول کيږي .
افغاني او نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چې هلال په منظم ډول د سولې له عالي شورا څخه حقوق ترلاسه کړي دي.
په داسې حال کې چې د ګلبدين حکمتيار د اسلامي ګوندمشر د پخوا په شان د دولت د وسله وال مخالف په توګه پاتې شوى دى او لا تر اوسه پورې له پوځي لارې موخو ته په رسيدو ټينګارکوي.
سره له دې چې د ګلبدين حکمتيار په اړوند د ښاغلي هلال دريځ څرګند دى؛ خو دى لا تراوسه پورې هم خپل معاش او د دسترخوان خرڅ د انګلستان له هېواد څخه  او د سولې د عالي شورا له لارې ترلاسه کوي.
قطب الدين هلال په افغانستان کې د جمهوري رياست د وروستيو انتخاباتو يو نوماند و او ګلبدين حکمتيار خپلو پيروانو ته لارښوونه کړې وه چې په انتخاباتو کې دې د ښاغلي هلال په ګټه خپلې رايې وکاروي.
هلال په دغو انتخاباتوکې يوه ډيره ناڅيزه او ټيټه فيصدي لرله .
د انګلستان له خوا خو د سولې د عالي شورا له لارې د هلال د معاش د حواله کيدو خبر په داسې حال کې خپريږي چې د دغې شورا د کار په نسبت زيات انتقادونه شتون لري .
د نظام سياسي انتقاد کوونکو او تمويلوونکوهېوادونو د سولې د عالي شورا کار بې اغيزې بللى دى .
په همدې دليل انګلستان او امريکا چې د آلمان او چين ترڅنګ د دغې شورا ډير ستر تمويلوونکي و، له دغې شورا سره خپلې مرستې وځنډولې. دغو دريو هېوادونو اوس د دغه کميسيون د کار بې نتيجې والي د خپلو مرستو د ځنډولو  دليل بللى دى، دغه راز دهغې د نه اغيزمنتوب خبرې هم کړې دي .
دا معلومه نه ده چې د سولې له عالي شورا سره د انګلستان د مالي مرستو په بنديدوسره به، د ښاغلي هلال معاش هم بند شي او که څنګه ؟
يو شمېرسياسي کارپوهانو د سولې عالي شورا د نظام د ځينو مخالفو څيرو د قانوني تمويل لپاره ښه سرچينه بللې ده .
د يادونې وړ ده چې د سولې د عالي شورا يوه جګپوړي غړي د دغې شورا له خوا د قطب الدين هلال د معاش د ورکړې په برخه کې له باختر آژانس سره په خبروکې بې خبري وښودله او په دې برخه کې يې تبصره ونکړه او د دغې پوښتنې ځواب يې د دغې شورا د مالي برخې په مسوول پورې اړوند وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته