ټولنه

واورې دغور ولايت دنهو ولسواليو لارې وتړلې.

کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٦ په غور ولايت کې دواورې اورښت ددغه ولسوالۍ نهه مواصلاتي لارې له پرون راپه دې خوا تړلې دي . دغور ولايت دعامې روغتيا رييس خليل الله نور دباختر آژانس خبريال ته وويل: د درندو اورښتونو له امله دلعل او سرجنګل ،چارصدې ،دوه لينې،تولک،دولت يار ،تيورې ،شهرک او دساغر دولسواليو مواصلاتي لارې له پرون څخه د ترافيکو پرمخ تړلې شوې دي. نور زياته کړه : ددغې ادارې کارکوونکي هلې ځلې کوي چې له موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره تړل شوې لارې بيرته دترافيکو پرمخ خلاص کړي. ده زياته کړه :دغه اداره دواورې داورښتونو له امله دلارې دپرانيستلو لپاره کافي پيسې نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته