کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
پنځه پوليسان په قندهار کې د خپل يوه ملګري په بريد کې شهيدان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته په يوې امنيتي پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو يوه سرتېري پر خپلو ملګرو ډزې وکړې.
د قندهار يوه امنيتي مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې يرغلګر د طالبانو له ډلې سره پيوند درلود او د پنځو پوليسانو له وژلو وروسته تښتېدلى دى.
هغه وويل چې د يرغلګر د موندلو او نيولولپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
ختم_ ج _اکرم