ورزش

دفوټبال په يوه دوستانه لوبه کې له ماليزيا سره دافغانستان برابروالى .

کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم  دماليزيا په وړاندې  په يوه دوستانه لوبه کې  ديوې په وړاندې په يوې سره  برابر شو .
  دغه لوبه  دافغانستان په وخت پرون ناوخته  دماليزيا  په کوربه توب ترسره شوه .
  دواړو ټيمونو  په دې پړاو کې  ښکلې  او په زړه پورې لوبه  ترسره کړه .
دافغانستان دفوټبال دملي ټيم سرښوونکي  پيتر شګرت په اروپا او امريکا کې  له افغان مهاجرنو   څخه دځوانو ستورو او هم  دهېواد دغوره ليګ په بلنه  دټيم غړو ته  نوې روحيه  ورکړې ده .
  دافغانستان دفوټبال دملي ټيم  لوبغاړي کرار کرار  په لوبې  واکمن شول او ګول يې وواهه  .  په پاى کې  نور الله اميري  په خپل ښکلې او په زړه پورې  ګول سره افغانستان مخکې کړ خو په پاى کې  ماليزيا وکولى شول افغانستان ته  مساوي ګول ورکړي .
  زموږ دهېواد  دفوټبال دملي  ټيم  دهڅو په دوام لوبه  ديوې  په وړاندې په يوې سره  برابره  پاى ته ورسيده .
دهېواددفوټبال  دملي ټيم  سرښوونکي دلوبې په پاى کې  له خبريالانو سره په خبرو کې  دخپلو شاګردانو دفعاليت له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  چې  ټيم يې له اروپا  ، امريکا او افغانستان څخه دنويو  او ځوانو لوبغاړو په رسيدو سره  پياوړي شوي  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته