امنیت

يو يرغلګر وسله وال طالب د پوليسو له خوا ووژل شو

پل علم – باختر د تلې دمياشتې ٦
يو وسله وال طالب تېره شپه په لوګر ولايت کې د پوليسو له خوا ووژل شو.
دلوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باختر آژانس ته وويل : دريو تنو وسله والو طالبانو چې دلوګر ولايت په مرکز دهونې سفلى په سيمه کې د واده په شپه يې په ډزو پيل وکړ؛ يو تن يې د پوليسو له خوا ووژل شو.
درويش زياته کړه: دوه تنه نور يرغلګر په پرله پسې ډزو سره يې د واده څلور تنه برخه وال ټپيان کړل او له هغه ځاى څخه وتښتيدل.
دپل علم ښار دملکي روغتون نوکريوال ډاکتر د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته