ترینکوټ باختر د لړم ۶ مه
د روزګان ولایت د ملي امنیت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د څلورو رینجر موټرونو سربېره د وسله والو طالبانو په زیاته اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست د ۹۵۹ قطعې قوماندان عزیز الله د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسلو او مهماتو سربېره هغه څلور رینجر موټرونه هم بېرته له وسله والو طالبانو نیولي، کوم چې د دوی لاس ته ورغلي وو.
د عزیزالله په وینا دغه عملیات په تېرو دریو ورځو کې د ترینکوټ په
مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري تر سره شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د نیول شویو مهماتو او وسلو په تور څوک نه دي نیول شوي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم د ملي امنیت ځواکونو په زرګونه مرمۍ
او نشه يي توکي نیولي وو.پای/وصال