امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو وسله وال طالبانو وژل کيدل

 دپارون ښار باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه:
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشوچې        د يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دغو جګړو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغو وسله والو طالبانو  ډيورند کرښې ته څيرمه کامديش ولسوالۍ کې   بريد وشو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې ؛ دغه ډاراچوونکي نوي له پاکستان څخه دافغانستان دغه  ختيځ ولايت ته راغلي  وو، چې دپوځيانو له خواپرې بريد وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته