خبرونهاقتصادټولنه

په فارياب کې د کابو ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت يو ښوونځی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د فارياب ځايي چارواکو د دغه ولايت په پلچراغ ولسوالۍ کې د کينګ قل په نوم د کابو ۲۰ميليونه افغانيو په لګښت د يوه لومړني ښوونځي د جوړېدو او پرانيستې خبر ورکړی دی.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي حفيظ اللّٰه معتصم بالله وويل چې ياد ښوونځی د ناروې هېواد په مالي ملاتړ د دارت دفتر له لوري د ۱۹.۸۴ مليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د سرچينې په خبره په دغه پروژه کې د ياد ښوونځي ۸ درسي خونې، د انګړ دېوال، د ساتونکي خونه، د زده کونکو لپاره مېزونه او چوکۍ او د ادارې لپاره نوبل او فرنيچر شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د سيمې اوسېدونکو د ياد ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به يې د ماشومانو لپاره د زدکړو د مناسب چاپېريال ستونزه حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته