نړۍ

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو په هوايي بريدکې ٢٠ تنه ووژل شول

پيښور- دان – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
په جنوبي وزيرستان د پاکستاني پوځيانو پروني د هوايي بريد له امله د مليشو او ملکي وګړو په ګډون ٢٠ تنه ووژل شول .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
پاکستاني الوتکو د سارواکيا تحصيل په بېلابېلو سيموکې د مليشو په پټنځيو بريدونه وکړل.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: مليشو د يوه کمپ په ويجاړيدو سره ١٣ تنه مليشې ووژلې شوې او٨ تنه نوريې ټپيانې شوې .
دغه راز بې پيلوټه امريکايي الوتکو د زيارت زي او درماندي په ناحيوکې دمليشو د استوګنې په دوو کورونو بريدونه وکړل چې د قوماندان عبدالمنان مسحود په کور د بريد له امله درې ښځې، څلورنجونې او دوه تنه هلکان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته