فرهنګ

تبصره

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دبيان دازادۍ دفاع دمطبوعاتواودازادورسنيو وده او دهغوى  ملاتړ دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت دکاري لومړيتوب يوه برخه ده او دولت ژمن دى  چې دغه ستر برياليتوب  هيڅکله بې خونده نه شي بلکې پياوړى او قوي پاتې شي .
  دباختراژانس  مبصر ليکي :  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  وړم ما ښام  دهېواد درسنيو له استازو او خبريالانو  سره وکتل  په هغې کې  دهېواد دخبريالانو دستونزو ، چلنجونو اووړانديزونو په باب خبرې وشوې .
جمهور رييس دبيان دازادۍ او دازادو مطبوعاتو دساتنې په موخه  چې  په تيرو پنځلسو کلونوکې  دافغانستان دخلکو دسترو برياليتوبونو يوه برخه  ده ، په ډاګه خبرې لرلې ، ده وويل چې دافغانستان ملت دبيان په ازادۍ  اصولي ، اخلاقي اوسياسي ژمنه لري او له ازادۍ  ، ژمنې  او رغنده خبرو پرته ټيکاو نه رامنځته کيږي  او دثبات تامينول يواځې دجمهور رييس دنده نه ده بلکې دټولو افغانانو دنده ده او رسنۍ اساسي رول پکې لري .
ځکه رسنۍ خلکو ته معلومات ورکوي او له ټولنې سره يې يوځاى کوي .
جمهور رييس له ژورناليستانو څخه وغوښتل چې دغه شفافيت له مواردو سره دمخامخ کيدو په صورت کې دې خپل غږ اوچت کړي .
دجمهور رييس غني له دغو خبرو څخه  جوتيږي چې دبيان دازادۍ او دازادو اوپراخ بنسټو مطبوعاتو په نسبت دملاتړ په کار کې دافغانستان ددولت ژمنه هماغه  شان قوي ده او دغه ژمنه کولاى شي درسنيو دلازياتې ودې او وګړني کيدو زمينه برابره کړي .
رسنۍ او ژورناليستان په اوسنيو نازکو شرايطو کې چې بهرنۍ لاسوهنې او تيري ، دامنيت نشتوالى ، لړځنده اقتصاد ،سياسي ناخوالې ، اداري فساد ، دنشه يي توکو کرکيله او قاچاق او ځينې نورې ستونزې افغاني ټولنه ربړوي زياتې  ملي او هېوادونۍ دندې ، مخکې لري چې  بايد هغه ترسره کړي خلک  او دچارو مسوولين دې ته ځير کړي  چې اوسنۍ ناخوالې خپل ځاى ديوبل منلو ، زغم او دستونزو لرې کولو ته خالي کړي .
ديادونې وړ ده چې ژورناليزم اوپه رسنيو کې کار ددې تر څنګ چې  يو پتمن کار او مسلک دى  خپلې ټاکلې ستونزې او خطر هم لري چې له دغې لارې څخه په شاتګ کولاى شي ټولنه دروانو ستونزو په حل کولو کې کمزوري  وښي ، ځکه ژورناليستان د واقعيتونو  په لټه کې دي او په واقعيتونو پوهيدل او خبريدل دخلکو حق دى نو رسنۍ دخلکو دحقوقو داعاده کولو په لټه کې دي او له شک پرته ستونزې اوچلنجونه زغمي .
له بله پلوه درسنيو  رسالتمند ،  هدفمند ، ملي او محوري کار هم  د دقت او اهميت وړ دى هغه کار چې په هغه  کې دملي وحدت دلازيات ټينګښت  لپاره انګيزه  او تحرک نغښتي  دى چې له شک پرته  زموږ رسنۍ به هغه په پام کې ونيسي او دټولنې  دټولنيز پيوستون  سياسي زغم او دملي همغږۍ  لپاره به زياتې  هلې ځلې  وکړي او دغه شان تحرک او عمل  به له رسنيو سره دخلکو او دولت ملاتړ زيات  کړي او رسنۍ  به لازيات  زموږ دټولنې  دانسانانو په زړونوکې  خپل ځاى  پيداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته