ټولنه

په قیصار ولسوالۍ کې د دوو کلیو اسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

۲۰- کابل / د مرغومي ۲۱ مه / باختر
د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې څه دپاسه ۲۸۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاس رسی پیدا کړ.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د قیصار ولسوالۍ په قزلسو او ثور کلیو کې د ۱۸ مترو په اوږدوالي د اوبو یوه شبکه او د ۱۴۰ متره مکعب اوبو په ظرفیت د دوو کانکرېټي زېرمو په جوړېدو سره ۲۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
دغه شبکه د داکار موسسې په مالي مرسته او د فاریاب د کلیو د بیارغونې ریاست په همکارۍ جوړه شوې ده.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته