کابل باختر د وږي نهمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي دملي امنيت دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شول .
دقندهار دوالي ويندوى صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دملي امنيت منسوبينو په هغو عملياتو کې چې دقندهار ښار په ځينو برخوکې يې ترسره کړل .
پنځه تنه ډار اچوونکي ونيول ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، دغو کسانوپه دغه ولايت کې د ډار اچونې په زياترو بريدونوکې لاس درلود .
خپلواک زياته کړه دغه کسان دقندهار ولايت دډنډ ، ارغنداب او دميوند دولسواليو او دقندهار ښار اوسيدونکي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ