کابل باختردلړم دمياشتې ١٨ :
دکابل پوليسو نهه تنه د بيلابيلو جنايي پيښو دترسره کولو په جرم ونيول.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې رييس جنرال محمد فريد افضلي دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دکابل پوليسو دکابل ښار د څلورمې ، يوولسمې او ديارلسمې حوزې په مربوطاتو کې د وسايطو د پليټونو او دکورونو دمالونو دلوټولو اود نشه يي توکو د پلورنې په ګډون په جنايي فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور نهه تنه نيولي دي .
دغه راز دکابل پوليسو دوه تنه وسله وال غله له يوې تومانچې او يوې چړې سره دشپږمې حوزې په مربوطاتو کې ونيول .
ديوبل خبرله مخې : دبغلان ولايت پوليسو ٣٧ ميله وسله چې په يوه بار وړونکې موټرکې ځاى پرځاى شوې وه دپلخمري ښارپه مربوطاتو کې ترلاسه کړه او دپيښې په اړوند يې دوه تنه ونيول .
0 1 دقیقه لوستل