سیاست

د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم مړينې غبرګونونه له ځان سره لرل

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم مړينې د هيواد په دننه او بهرکې غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير د حامدکرزي په مشرۍ د دولت په جوړولوکې د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم رول مهم بللى دى او ويلي يې دي چې فهيم دجګړې او سولې  په شرايطوکې دافغانستان لپاره لارښود و او ده په افغانستان  کې د مدرن دولت په جوړولوکې حياتي رول درلود.
د هندصدراعظم منموهن سنګه ويلي دي چې مارشال فهيم د هندوستان او افغانستان دستراتيژيکي اړيکود پياوړتيا لپاره زياته مرسته کړې ده.
ده په يوه پيغام کې مارشال فهيم يو زړور قوماندان بللى دى  چې په افغانستان کې د ثبات په تامينولو او بيا جوړولوکې مهم رول لوبولى دى.
دپاکستان مشرانو هم د مارشال فهيم دمړينې په خاطر د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دافغانستان خلکو او دولت ته  څرګندکړي دي.
په کابل کې د بريټانيا سفير په يوه پيغام کې ويلي دي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د ناڅاپي مړينې د خبر په اوريدو  سره خواشينى شوى دى. ده مارشال فهيم دافغانستان په معاصر تاريخ کې سترشخصيت بللى دى .
د افغانستان لپاره د ملګروملتودسازمان دسرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش  مارشال محمد قسيم فهيم  ښه اود اعتماد وړ همکار بللى دى.
  په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان د معاونيت د هيئت دفتر يوناماهم د مارشال  فهيم دمړينې په خاطر د خپګان او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
د آيساف د ځواکونو قوماندان هم د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په خاطر غبرګون څرګندکړى دى او ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د افغانستان دولت او د ارواښادکورنۍ ته څرګند کړي دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دوه ورځې مخکې د زړه دريدو له امله د شپږ پنځوس کلنى په عمر وفات شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته