امنیت

څلور وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/د مرغومي۱۰مه/باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په لغمان کې ووژل شول.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د لغمان د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغې قول اردو د منسوبينو په عملياتو کې ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې:
له پرونه راپدېخوا د پوځيانو په عملياتوکې د لغمان د قرغه يي ولسوالۍ د خيروخېلو نوآباد، ګردي کڅ او وله قلعه کليو د طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ختم- عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته