امنیت

دافغانستان دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په دليل دترافيکو پرمخ دتورخم بندر تړل کېدل .

کابل /دتلې ٥مه / باختر:
دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر افغانستان اوپاکستان دډيورنډ په کرښه کې دڅلورو ورځو لپاره خپل بندرونه  وتړل .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، سوداګريز کاروانونه دڅلورو ورځو لپاره اومسافروړونکي موټرونه  ددوو ورځو لپاره په افغانستان کې دراي ورکولو بهير  ترپاى ته رسېدو پورې نه شي کولاى پاکستان او افغانستان ته تګ راتګ وکړي .
دننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه اقدام ددواړو هېوادونو دتفاهم پربنسټ  دافغانستان دجمهوري رياست د انتخاباتو دامنيت  دلاښه تامينولو لپاره  نيول شوى دى .
افغانستان  ويره لري  چې دبندرونو پرانستلوالى هېواد ته دډار اچوونکو دراتګ  او دراى ورکولو  په مرکزونو دهغوى دبريد لپاره  زمينه برابره کړي
څو ورځې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني دپاکستان له صدراعظم عمران خان سره په تيلفوني خبرو کې له هغه څخه وغوښتل چې  هېواد يې په افغانستان کې د انتخاباتو دامنيت په تامينولو کې  له افغانستان سره مرسته وکړي .
ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته