کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د مشرانو جرګې د رييسانو دکميټې غونډه نن د سنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا په ټاکنې او دکميسيونونو دکاري چارو په تنظيم سربيره پريکړه وشوه چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې د ١٨نيټې ديکشنبې د ورځې په غونډه کې دې دهرات ولايت ته د مشرانو جرګې د ښځو او د مدني ټولنې د چارو دکميسيون دهيئت د سفر رپوټ وړاندې شي او هم دې د وريښمو د چينجيو د روزنې دنړيوال کميسيون جوړول او دانسان په تيره بيا دښځو او ماشومانو د قاچاقو دبندولو مخنيوي او له منځه وړلو په باب دسازمان موندلو جرمونو پرخلاف دملګروملتو دسازمان د کنوانسيون الحاقې پروتوکول د تصديق په مقصد مجلس ته وړاندې شي .
دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د د اخلي چارو په تنظيم پورې د ځينو نورو اړوندو مسئلو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .
2 1 دقیقه لوستل