ټولنه

د مشرانو جرګې پيغام

کابل باختر دليندۍ د مياشتې شلمه
د سرورکاينات او د بشريت دناجي، داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام؛
دملي شورا دمشرانوجرګه د سرورکاينات د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص ) د نيکمرغه ميلاد له امله د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت او د نړۍ ټولومسلمانانوته دزړه له کومې مبارکي وايي او دا ورځ د اسلام د ستر پيغمبر د ميلاد او رحلت دورځی په توګه، د نبي کريم ( ص) په ارزښتناک ژوندانه کې د پاملرنې وړ بولي.
دملي شورا دمشرانو جرګه له ټولومسلمانانو او له ټولنيزو او حکومتي بنسټونو څخه هيله کوي چې د حضرت سرورکاينات معظم ميلاد ،په ختمونو او د الهي کلام په لوستلو، په غونډو کی د بشريت د ناجي د عالي سجاياوو په باب ويناوی، صدقاتو، خيراتونو او عبادتونو سره د اسلام د والا شان پيغمبر له عاداتو او سنتونو سره سم ونمانځي.
دملي شوراد مشرانوجرګه ددی مبارکې ورځې په درناوي د هيواد په دننه او په ځينو نورو اسلامي هيوادونوکې له هغو ډلو څخه چې په جګړه او تاوتريخوالى کی ښکیل دی؛ غواړي چې په اسلامي اخوت او د ديني ارشاداتو په رڼا کی له جګړې اوانسان وژنې څخه لاس واخلي.
د ملي شورا مشرانوجرګه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمدمصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په را رسيدو سره يوځل بيا د افغانستان د ستر ملت په وړاندې ژمنه کوي؛چې د دې هيواد دنيداروخلکوته دغوره خدمتونو په کولوسره به، ګټور او اغيزمن قوانين تصويب او په هيوادکې دنظم او قانونيت د لاښه تامينولوپه لاره کی به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته