ټولنه

جمهوررئیس غني په کابل کې د وري د لومړۍ نېټې تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني تير ماښام په ایمرجنسي روغتون کې په کابل ښار کې د وري د لومړۍ نېټې تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د ټپیانو د پوښتنې پر مهال جمهوررئیس ته  معالجو ډاکټرانو د هغوی د روغتیايي وضعیت او د هغو د درملنې د څرنګوالي په اړه معلومات او ډاډ ورکړ چې ټپیانو ته پر وخت رسیدګي کېږي.
جمهوررئیس غني ټپیانو ته د لوی خدای (ج) په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله وکړه وې ویل، د ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته به د مرستې څرنګوالی وارزول شي.
هغه معالج ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې هر ساعت، ورځ او شپه د خلکو درملنه کوئ، ستاسې هڅې د قدر وړ دي او له دې امله له تاسوڅخه مننه کوم.# پاى- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته